افغانستان د پاڼ او پړانګ تر منځ
لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک

 
 
 پاڼ یوه ډیرلوړ ځای ته وايي چې هلته که انسان ودریژي شاید پان ونړیژي او انسان له منځه لاړ شي یا که د پاڼ دلاندې ودریژې نو پان ناببره در باندې را ولویژي هغه وخت دی چې انسان وژل کیژي او پړانګ هم هغه زورور وحشي حیوان دی چې که انسان په ګیر ورشي هرومرو ېې خوري نو اوس پاڼ او يړانګ دوه خطرناک موجودات دی چې دواړه د انسان ژوند اخلي او انسان وژني او زموږ هیواد افغانستان نن د پاڼ او پړانګ تر منځ موقیعیت لري، پان امریکا او نور غربي هیوادونه دی چې زموږ دخلکو در ژوند او هست او بود مساله دوی په لاس کې نیولې ده ځکه دوی زموږ له پاره ډیر خطرناک پړانګ ( پاکستان ) خلق کړۍ دی او هره ورځ زموږ خلک په دغو وحشي پړانګ ډاروی ، نه مو ورته پریږدې چې د پړانګ د وژلو او له منځه وړلو له پاره وسایل او وسایط تهیه کړو او نه ېې دوی راکوي چې دغه وحشي پړانګ ورباندې له منځه یوسو او همیشه ېې راته تحریکوي او پړسوي کله ېې ښه وږۍ کړي چې هرڅه چې مخې ته ورشي هغه خوري او کله ېې داسي موړ کا چې بیا په خلکو پسې منډې وهی او خلک هرې خواته دویرې نه ور نه تښتي او خلک ورنه پټیژي نو دغه دوه مهم او خطر ناکه وحشي حیوان چې یو ېې پاڼ ته تشبه کوم اوبل پړانګ ته چې دغه ۱۲ کاله  زموږ بیوزلې بی حمایېې او بې وسیلې خوار خلک ځوروی - خوري او وژني او زموږ چارواکې یعنی ( دشاغلې کرزي حکومت او اداري مامورین هم دریم پړانګ ) دی چې زموږ خلک کله کله ډاروی ، ځوروي او کله کله خوري او وژني ېې  .
پان همیشه زموږ په خلکو شګې او خاورې او کله کله لوې دبرې را غورځوي او زموږ کلي او کورونه نړوي او خلک ډاروي چې موږ وزو ، وضع به ډیره خرابه شي دابه وشي ، هغه به پیښ شي بمباري راباندې کوي زموږ خلک په زور او قصدي مجبوروی چې ددوی په ضد وسله تر لاسه کړي او وژني مو او همیشه داسې لوبې راباندې کوې لکه د اتش فشان اور غورځونکیو غرو په شان دودونه او اورونه او (لاوي) را باسي او کورونه او شهرونه ډوبوي او مخلوقات دیوه سره هرڅه چې مخې ته ورځي هغه له منځه وړي لکه طالبان ېې چې په دریو ورځو کې د توت په شان توېې کړل او دیوه سره د (ب ۵۲ ) طیارو په بمبارد او کست بمونو ووژل او باقی مانده ېې د پړانګ خولې ته ( دشمال ټلوالې )  د توپک خولې ته وتړل او هغوی بیا په کانتینرو کې غلبیل غلبیل کړل او په دسته جمعی ډول ېې لکه مرداره ( رمه ) په یوه لویه شیله کې واچول او خاوری ېې د تراکتورو په واسطه ورباندې واچولې د لیلې دشتې ژړل او خاوره ېې څو ورځې ښوریده خو نه پادشاه وو ، نه ریس جمهور وو ، نه خدای پاک حاضروو ، یوه سړي ( بوش - او د شمال ټلواله محکمی ته) حاضر نه کړل او د ۲۰۰۰ طالبانو ماسیکر ېې ونه غندلو ، چون د امریکا په دستور شوۍ وو نو د زور اوبه همیشه مخ پورته ځي ، خو نن کله چې ددوی منافع مطرح دی نو دلته بیا په سوریه د حملي او راکتو غورځولو تصمیم نیسي ، چیرته دی وجدان - چیرته دی دبشرحقوق - چیرته دی ملګری ملتونه ؟؟؟؟
دوی همیشه هم ترور کولو - هم ېې تخریبات عملي کول - هم نن انتحاری کوی - هم د ترقی ضد دی - هم د دشمنان سره لوی لاس لري - او بیا ېې زموږ په دیموکراتیک حکومت را پلمه کول یا را تړل ، زموږ دشمنانو ته ( طالب- حکمتیار - حقانی ) ته پیسې هم ورکوي - وسلې هم ورکوي - لاره هم ورته ښيي ، او بیرته دوی ( عربستان سعودی - قطر- امریکا - انګریز ) دوی په غیږ کې نیسي او ورسره جلسې او مشورې کوي ، یوه ورځ دامریکا طیارو په پورتنیو ډلو بمبارد ونه کړو ، یوه ورځ ېې ددوی تربیوی او تروریستي مرکزونه په (ډران طیارو ) ونه ویشتل خو زموږ له پاره د افغانستان د بیچاره اولس له پاره ېې دغه پړانګان په غوښواو ډوډۍ ماړه - په وسلو بار ساتلي او هره ورځ زموږ خلک ورباندې شکار کوي ، هیواد والو - افغانانو یوه لاره وجود لري او هغه داده چې که غواړۍ وطن او خلک د پاڼ او پړانګ نه د تل له پاره خوندي او په امن کې وساتۍ دیوه سره سبا ته په ۱۶مه د حمل ۲۰۱۴ کال یوه داسې سړي ته رایه ورکړۍ چې دغه دواړه در ته رام او د هغو تر اوده او دم لاندې راشي او هغه کس په هیڅ وجه مجاهد او د مجاهدینو د صفوفو نه باید نه وي که مو بیا دغه اشتباه وکړه او رایه مو ورکړه بیا مو نینې او غلبیل غلبیل کوي او په خیلو - قومو - سمتو او ژبو مو ویشي ځانونه د ډالرو په بدل کې مه خر څوۍ بلکه د تل د پاره د راتلونکو نسلو له پاره دغو وطن ته نجات ورکړۍ رایه خو ستاسې مسلم حق دی او که رایګیرۍ ته لاړ نه شۍ بیا هم تاسې خیانت وکړو او دشمنان میدان درنه ګټي نو هرومرو رایه ورکړي او رایګیرۍ ته حتما لاړ شۍ تر څو بیا دغه توپک سالاران په تاسې حکومت ونه کړي ، امین.





September 11th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات